IQNA

 د قره داغي خبرداری سیمې هېوادونو ته: له غزې وروسته ستاسو وار دی

10:59 - September 04, 2025
د خبر لمبر: 3491650
د نړیوالو مسلمانو عالمانو د اتحادیې رئیس سیمې هېوادونو ته د صهیونيستي رژیم د وحشیانه کړنو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د ایکنا د راپور له مخې چې له شهاب څخه اخیستل شوی، د نړیوالو مسلمانو عالمانو د اتحادیې رئیس علي القره داغي خبرداری ورکړ: «نن غزه د بمباریو لاندې ده او سبا به تاسو د دې سرکښ رژیم تجاوزات په نورو هېوادونو پایتختونو کې ووینئ.»

هغه زیاته کړه: «هغه هېوادونه به د تل ابیب د تجاوزاتو هدف وي چې هیڅکله یې نه وو فکر کړی چې د اسرائيلو د دښمنیو ټوټې به ورته ورسيږي.»

قره داغي وویل: «ما څو ځلې تاسو ته خبرداری درکړی و: نن د غزې ملاتړ وکړئ ځکه چې د غزې ملاتړ ستاسو د دښمن په وړاندې د خپل ځان ملاتړ دی، خو نن زه وایم چې له خپل ځان ساتنه وکړئ ځکه چې هغه ورځ نږدې ده. مخکې له دې چې اور هر ځای خپور شي، د دې خطر په اړه هوښیار اوسئ.»

https://iqna.ir/fa/news/4303010 /

captcha